یوه امنیتي سرچینه وایي، دوه موټربم چاودنې شوي چې یوه یې مازدا او بله یې رینجر موټر دی.
سرچینه وایي، په پیښه کې لږ تر لږه څلور سرتیري شهیدان شوي او یو شمیر ټپيان دي.
د ملي امنیت شورا پرون ویلي و، چې وسله والو طالبانو تر بل هر وخت څخه تاوتریخوالی زیات کړی.
وړمه ورځ هم هلمند کې موټر بمب بریدونه شوي وو.